تندر قول اردو: افغان ځواکونو په غزني کې ۸ طالبان وژلي

د غزني ولایت نقشه

تندر قول اردو وايي چې افغان ځواکونو په غزني کې اته تنه طالبان په ځوابي حملو کې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو مسؤل ایمل مومند نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ دا نښتې د غزني د مرکز په اړوند عاشقوال، ارزوی خورد او ارزوی کلان سیمو کې شوي دي او په نتیجه کې یې افغان ځواکونو د طالبانو حملې شنډې کړې دي.

هغه زیاته کړه: "پرون مازیګر مهال ترهګرو طالبانو د غزني د مرکز په اړوندو عاشقوال، ارزوی خورد او ارزوی کلان سیمو کې پر ملي امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود، خو افغان دفاعي-امنیتي ځواکونو د دې پلان د مخنیوي لپاره پر وخت اقدام وکړ."

ښاغلی مومند زیاتوي چې په دې جګړه کې د طالبانو د دوو قوماندانانو ملا حضرت خالد او ملا طلحه څلور څلور جنګیالي وژل شوي. مومند همداراز وايي چې افغان ځواکونو په جګړه کې د طالبانو وسلې او مهمات هم ولجه کړي دي.

طالبانو د دې نښتې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.