د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي پر ډیورند کرښه د پاکستان لهخوا نوې جوړه شوې دروازه به ویجاړه کړي.
په روانه اوونۍ کې داسې راپورونه خپاره شول چې د پاکستان پوځ د ننګرهار د دور بابا ولسوالۍ په څڅوبي سیمه کې پر ډیورند کرښې دروازه جوړه کړې ده. دې اقدام د افغان حکومت او ولس سخت غبرګون راوپاراوه.
محب پرون دوشنبه ننګرهار ته د سفر پر مهال وویل، افغان ځواکونو ته د هېواد د دفاع قاطع دنده ورکړل شوې ده.
هغه زیاته کړه: "دوی ته هدایت ورکړل شوی دی چې د دې خاورې له یو یو اېنچ څخه دفاع وکړي. که څوک دروازه لګوي ویجاړوو یې او ورانوو یې. خپل ولس لوڅ چا ته نهپرېږدو."
ښاغلي محب زیاته کړه چې پاکستان ته د دې کار زمینه طالبانو برابره کړې ده.
څڅوبی د دور بابا اړوند غرنۍ سیمه ده چې ډېر کله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي ترینګلتیا او د لارې د بندېدو پر مهال خلک کار ترې اخلي.