د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی: بین‌الافغاني خبرې باید پیل شي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی رولاند کوبیا وایي بین‌الافغاني خبرې باید پیل شي.

ښاغلي کوبیا د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۰مه) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې هېڅ شی باید دغو خبرو ته خنډ جوړ نه‌کړي.

د نوموړي په خبره د پاتې بندیانو پر تبادلې او اوربند د بین‌الافغاني خبرو په لومړیو ناستو کې بحث کېدای شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی داسې مهال د افغانانو ترمنځ د خبرو پر سمدستي پیلېدو ټینګار کوي چې تر دې وړاندې افغان حکومتي چارواکي په جولای میاشت کې د دغو خبرو پیل ته هیله ښودلې ده، خو لا هم د خبرو د پیل څرک معلوم نه‌دی.

سره له دې چې د افغان حکومت له‌خوا نږدې ۴،۵۰۰ طالب بندیان خوشې شوي دي، خو تر اوسه د طالبانو له لوري د مذاکراتو د پیل لپاره چمتووالی نه‌دی ښودل شوی.

افغان حکومت وایي شااوخوا ۶۰۰ طالب بندیان چې جرمي دوسیې لري، نه‌خوشې کوي.