د اروپايي هېوادونو د ځپل شوي اقتصاد د رغولو هڅې دوام لري

د اروپايي ټولنې د غړیو هېوادونو استازي

د اروپايي ټولنې مشرانو نن څلورمه ورځ هم د اروپا د اقتصاد ژغورلو په هدف د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پر اقتصادي پلان خپلې غونډې ته دوام ورکړ.

ټاکل شوې وه د اروپايي ټولنې ۲۷ غړیو هېوادونو مشرانو دا غونډه چې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې کېږي، دوې ورځې دوام وکړي خو ټول لوري تر اوسه یوې موافقې ته نه دي رسېدلي.

دوی د کرونا ویروس له کبله د رامنځته شوي اقتصادي زیان د جبران لپاره پر یوه پلان خبرې کوي.

په دې پلان کې د اروپايي ټولنې بودجه او په اروپا کې د کرونا ویروس د ځپلو اقتصادونو لپاره ۱.۸۵ تریلونه یورو شامل دي.

په ټوله نړۍ کې ۱۴.۵ میليونه انسانان په کرونا ویروس اخته شوي او تر یکشنبې د جولای تر نولسمې نېټې پوري د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو شمېر شپږ لکه او شپږ زره ته لوړ شو.