ولسي جرګې د 'ملي دسترخوان' پروګرام سره مخالفت څرګند کړ

ولسي جرګه

د افغانستان ولسي جرګې د ملي دسترخوان په نوم اړمنو او بې وزلو خلکو سره د مرستې له پروګرام سره مخالفت وکړ.

د دې جرګې یوشمیرغړو د یکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې وویل، د دې پروګرام پلي کېدل به فساد ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د حکومت له لوري اړمنو خلکو سره د ملي دسترخوان په نوم د پروګرام د پیل په غبرګون وايي، دا پروګرام شفاف نه دی او پیلول یې له ملت سره جفا ده.

د دې جرګې د بودیجې او مالي کمېسیون رئیس میر افغان صافي د جرګې د دوشنبې د ورځې عمومي غوڼدې ته وویل: "د افغانستان د ولسي جرګې ماليي او بودجې کمېسیون له دې پروګرام سره خپل مخالفت څرګندوي او ټول ملت ته په ډاکه کوي وايي، چې دا د افغان مظلوم ملت سره ستر جفا ده، د افغانستان له مالیې وزارت په جدي ډول غوښتنه کوو چې له هر ډول جوړجاړي لاس واخلي او که هر اقدام کوي باید ولسي جرګه چې قانوني بنسټ دي په جریان کې پرېږدي."

ښاغلي صافي په ټینګار سره وویل، په داسې حال کې چې د افغانستان ولسي جرګې غړي سر له سبا ( سه شنبه ) په رخصتي ځي که یاد پروګرام د افغانستان د ملي شورا له مشورې پرته پیل شي په راتلونکی کې به یې مسئولیت حکومت ته متوجه وي.

د ولسي جرګې بل غړي علي اکبر جمشیدي هم په داشان پروګرامونه د فساد لپاره د زمینې برابرول یاد کړل.

هغه زیاته کړه: "ادارې فساد په حکومتي ادارو کې ډېرې ژورې ريښې کړي، کله چې هم د یو پروګرام طرحه جوړېږي مخکې له دې چې هغه پروګرام پیل شي د فساد لپاره یې له وړاندې طرحه جوړه شوي وي او عملي کېږي. "

خو د ولسي جرګې دې اندېښنو ته د حکومت ځواب څه دی؟

حکومت وايي، د ملي دسترخوان په نوم د پروګرام پیل د کرونا ویروس پر مهال بې وزلو او اړمنو افغانانو ته د حکومت د مرستې یو مهم پروګرام دی او ټول یې باید د ښه تطبیق لپاره یې کار وکړو.

لطیف محمود

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر لطیف محمود له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "ملي دسترخوان د افغان حکومت له لوري د بې وزله کسانو د لاسنیوی لپاره یو مهم او ستر پروګرام دی، زموږ غوښتنه د افغانستان له ملي شورانه دا ده چې ددې پروګرام د تطبیق په برخه کې د جدي څار ترڅنګ له موږ سرهمرسته وکړي چې وکولای شو په سمه توګه یې تطبیق کړو."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چنګاښ په ۲۸ په ټول هېواد کې اړمنو او بې وزلو خلکو سره د خکومت د مرستې په هدف د ملي دسترخوان په نوم د اقتصادي پروګرام پرانیسته وکړه.

دغه اقتصادي په دوو پړاونو کې عملي کېږي چې په لومړۍ پړاو کې یې ۳۴ ولایتونه، ۱۲۳ ولسوالۍ، ۱۲۸۹۶ کلي چې په مجموع کې ۱.۶۷ میلیون کورنۍ کېږي شامل دي.

د ملي دسترخوان په نوم د دغهپروګرام د لومړي پړاو مجموعي لګښت ۸۶ میلیون ډالر کېږي چېاوړه، وریجې، غوړی، لوبیا ، صابون او یو شمېر نور اړتیا وړ لومړني خوراکي او غیر خوراکي توکي په کې شامل دي.

د دې پروګرام وهم پړاو هم په ۳۴ ولایتونو کې تطبیقېږي چې۲۳۵ ولسوالۍ، ۲۱۸۴۲ کلي او ۲.۵ میلیون کورنۍ به په کې شاملې وي او د دوهم پړاو پروګرام بودجه ۱۵۸ میلیون ډالره ده چې په ټوله کې به په دواړو پړاونو کې ۹۰ سلنه افغانان تر خپل پوښښ لاندې راولي.

د حکومت له خوا د ملي دستراخوان د پروګرام د پیل په اړه د ولسي جرګې دا انتقادونه او اندېښنې په داسې حال کې دي چې مخکې له دې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال بې وزلو کسانو د غنمو او د نانوایانو له لارې د پخې ډوډۍ د ویش پروګرامونه هم له پراخو انتقادونو سره مخ او داسې راپورونه هم خپاره شول چې په دغو مرستو کې فساد شوی دی.