ملکي هوایي چلند کابل ته د ترکش د پروازونو لغوه کېدو په تړاو څېړنه کوي

ارشیف

د افغانستان ملکي هوایي چلند اداره کابل ته د ترکش هوايي شرکت د پروازونو لغوه کېدو په تړاو څېړنه کوي.

د دې ادارې ویاند نعیم صالحي نن ازادي راډیو ته وویل چې د ترکیې د عامې روغتیا وزارت او هوایي چلند ادارې د استانبول-کابل پروازونه لغوه کړي دي.

نوموړي وویل چې ترکیې په دې تړاو ښکاره ځواب نه‌دی ورکړی.

خو ښاغلي صالحي وویل چې له کابل نه ترکیې ته د اریانا او کام‌ایر شرکتونو پروازونه روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له درېیو میاشتو وروسته نړیوال پروازونه پیل شوي دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې له پخواني ډېر زیانمن شوي حالته راوتي، خو د کرونا ویروس سیوری لا هم د هوايي چلند د سکټور پر فعالیتونو خور دی.

محمد صالحي ویلي و چې د قرنطین پر مهال د پروازونو په بندېدو او د دغه هېواد له فضا نه د نورو هېوادونو د پروازونو په کمښت سره د دغه ادارې په عایداتو کې دوه میلیارده افغانۍ کمښت راغلی دی.