د ایران سترې محمکې د تېر لړم د پراخو مظاهرو د درېیو ګډونوالو په دوسیو باندې له بیا کتنې سره موافقه کړې او د اعدام حکمیې ځنډولی دی.
دا پرېکړه پرون یکشنبه شوې او د ایران دولتي ټلوېزیون ایریب خپره کړه.
د مظاهرو دغو درېیو ګډونوالو امیر حسین مرادي، محمد رجبي او سعید تمجیدي ته د اعدام حکم په نړیواله کچه تُند غبرګونونه پارولي و او له ایران وغوښتل شول چې دا کسان اعدام نهکړي.
د ایریب د خبرونو ویاند علي ظهوریان وايي: "د درېیو اعدامیانو د حکم د اجرا ځنډول او د دوسیې بیا واري څېړنه. د تېر لړم په بلواوو کې د تورنو بلواګرو د وکیلانو تر غوښتنې وروسته چې ۴۷۴ ماده تطبیق یا د دوسیې بیا کتنه دې وشي سترې محکمې دا غوښتنه منلې ده."
د ایران حکومت ویلي د تورنو امیر حسین مرادي، محمد رجبي او سعید تمجیدي له موبایلونو په ترلاسه شویو فلمونو کې لیدل کېږي چې دوی بانکونه، موټر او دولتي ودانۍ سوځولي.
دغو درېیو کسانو ته د اعدام حکم تېره اوونۍ تأیید شوی و، خو سمدستي ورسره د 'مهیې اعداموئ' په نوم انلاین کمپاین میلیونونه کسانو ترسره کړ.
په دغه کمپاین کې چې د نړۍ د مشرانو او سیاستوالو پامیې هم واړاوه د ایران په قضائیه قوې غږ وشو چې د دغو ځوانانو له اعدام لاس واخلي.
د 'مهیې اعداموئ' هشټګ چې په ټویټر باندې نړیوال ټرېنډ یا خوځښت رامنځته کړ په لومړیو دوو ورځو کې تر ۱۰ میلیونو زیاتو خلکو وکاراوه.
د دغه کمپاین په لړ کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم تېره اوونۍ په خپل ټویټر باندې په فارسي ژبه لیکلی و: "په ایران کې درې کسان په مظاهرو کې د ګډون په خاطر په مرګ محکوم شوي. هر وخت د دې انتظار کېږی چې هغوی اعدام شي. د دغو درېیو کسانو اعدام به نړۍ ته غمجن پیغام ورسوي او باید ترسره نهشي."
سه نفر در ایران برای شرکت کردن در تظاهرات محکوم به مرگ شده اند. اعدام آنها در هر لحظه قابل انتظار است. اعدام این سه نفر پیامی اسفناک به دنیا می فرستد و نباید انجام شود. #اعدام_نکنید
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) July 15, 2020
په ایران کې تېر لړم/ نومبر میاشت خلکو د رژیم پر ضد پراخې مظاهرې وکړې چې د مظاهرو لمن تقریباً ټولو ښارونو ته ورسېده.
خلکو شعارونه ورکول چې له خراب اقتصاد، د رژیم له ظلمونو او بېروزګارۍ په تنګ راغلي دي.
ایراني ځواکونو په دغه هېواد کې د رژیم پلویو ملېشو یا بسیجیانو په همکارۍ مظاهرهچیان په پراخه کچه وځپل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تېر ډسمبر د ایران د رژیم لهخوا د مظاهرو تر ځپلو وروسته په یوه بیان کې وویل چې ایراني رژيم شااوخوا یو نیم زر مظاهرهچیان ووژل.
ایران کله هم د وژل شویو او ټپي شویو خلکو شمېرې خپرې نهکړې او د امریکا او نورو سازمانونو لهخوا یې خپرې شوې شمېرې دروغ وبللې.
امنېسټي انټرنشنل د لړم میاشتې د وژل شویو مظاهرهچیانو شمېر ۳۰۴ او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څېړونکو یوې ډلې ۴۰۰ یاد کړي.