د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې نن د پولیو ضد واکسین پیلېږي

ارشیف

نن د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پیلېږي.

دا خبره د افغانستان د پولیو د ملي کمپاین مشر ډاکتر ګلاجان ایوب یکشنبه ازادي راډیو ته وکړه.

هغه زیاته کړه: "لغمان، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ټولو هغو ماشومانو ته چې عمرونه‌یې له پنځو کلونو ښکته دي د پولیو د واکسین څاڅکي ورکوو. د دغه کمپاین ځانګړنه له نورو دا ده چې دلته د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د پولیو د تطبیق رضاکارانو ته ځانګړې روزنه ورکړل شوې ده."

ښاغلي ایوب وویل چې دا کمپاین څلور ورځې دوام کوي.

تمه ده د پولیو فرعي واکسین د افغانستان په ۱۴ ولایتونو عمدتاً هغو کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري په دوو میاشتو کې تطبیق شي.

افغانستان د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو دی چې په‌کې د ماشومانو ګوزڼ نه‌دی له‌منځه تللی.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د پولیو ۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې د تېر کال همدې مودې په نسبت یو نیم برابره زیاتوالی ښيي.