'پر کونړ د پاکستانیو ځواکونو وروستي برید کې ۷ ملکیان وژل شوي'

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون دفتر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، موندنې یې ښيي چې پر کونړ د پاکستاني ځواکونو وروستي برید ۷ ملکیان وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه معلومات یې له روغتونونو، عیني شاهدانو، د قربانیانو له کورنیو ، نړیوالو رسنیو او نورو سرچینو له لارې ترلاسه کړي.

کمېسیون ویلي، د چنګاښ میاشتې په ۲۵مه نیټه پاکستاني ځواکونو پر سرکاڼو ولسوالۍ او مرکز اسعد اباد د هاوان ۱۲ مرمۍ توغولي.

اعلامیه وایي، وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دی.

کمېسیون پر پېښې خفګان ښودلی، له حکومته یې د خلکو د ساتنې او له اړوندو بنسټونو یې د پاکستان د بریدونو د مخنیوي غوښتنه کړې.