مسير: سرپرستي،‌ په ناورین کې ناوړه دود!

ارشيف، يو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سرپرستۍ دود د ختمولو او د داعش ډلې د فعالیتونو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسير

د مسير ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، سرپرستي،‌ په ناورین کې ناوړه دود!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ولسمشر غني له ژمنو سره سره لاهم د نوماند وزیرانو اسناد ولسي جرګې ته د ارزونې لپاره نه‌دي لېږل شوي.

سرمقاله لیکونکي دا هر څه حیرانوونکي بللي او حکومت‌يې له فساد سره په مبارزې، ښې حکومتوالۍ، امنیت راوستلو او سولې په ټینګښت کې ناکام بللی دی.

ورځپاڼې په حکومت تند انتقادونه کړي لیکلي، جنايي جرمونه او د زورواکو زور اوج ته رسېدلي او د وکیلانو او قوماندانانو زامنو په ښارونو او کلیو کې نظامي مانورونه پيل کړي.

ورځپاڼې سپارښتنه کړې چې حکومت باید د فساد له‌منځه وړلو، د قوي ادارې د جوړولو، ثبات، کاري نظم او پرمختګ لپاره په دې حساسو شرایطو کې په کار پوه او باوري کسان پر دندو وګوماري او نور دې په هېواد کې د سرپرستۍ دود په رښتینې معنی ختم کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د وکیلانو د اوړي په رخصتیو بحث کړی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې سبا دوشنبه د ولسي جرګې غړي د اوړي رخصتیو ته ولاړ شي تر اوسه د نوماند وزیرانو لېست دوی ته نه‌دی سپارل شوی.

ورځپاڼې لیکلي، ولسي جرګې له دوو میاشتو راهیسې د وزیرانو د لېست په استولو ټینګار وکړ، خو حکومت له ژمنو سره سره په خپل دې کار کې پاتې راغلی دی.

ورځپاڼې لیکلي، دا کار به په وزارتونو کې د سرپرستۍ د ناوړه دود د دوام لامل وګرځي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په دې ټکو پیل کړې، د داعش ډلې پر تمويلوونکو د امريکا د بنديز هرکلی کوو!

وړاندې په سرمقاله کې، داعش ډله د ترهګرۍ تر ټولو بده پديده بلل شوې چې په افغانستان، عراق، سوريه او ان ګرده نړۍ کې ترهګريز فعاليتونه کوي.

ورځپاڼې دغه ډله په افغانستان کې په مذهبي او ديني مراکزو په بریدونو، د مذهبي او فرقه‌يي اختلافونو او يا هم د قومونو او ژبنيو اختلافونو په رامنځته کولو تورنه کړې.

ورځپاڼې د امريکا له‌خوا د داعش ډلې پر يو شمېر مالي سرچينو د بنديزونو له لګولو هرکلی کړی او د دې ډلې تر شا د ولاړو هېوادونو، ډلو او نظامونو سره‌یې په حساب کولو ټینګار کړی.

سرمقاله لیکونکي دا هم لیکلي چې نړيواله ټولنه او په تېره بيا ملګري ملتونه باید د ترهګرۍ مبارزه وکړي او بشريت له دغه لوی خطره وژغوري!