حسن روحاني: ایران کې ښايي ۲۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي وي

د ایرن ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر د خپل هېواد د روغتیا وزارت د یوې نوې مطالعې پر اساس، اټکل وکړ چې ۲۵ میلیونه ایرانیان ښايي په کرونا ویروس اخته شوي وي.

د ایران د ټولو وګړو شمېر ۸۱ میلیونه ګڼل شوی دی.

روحاني پر خپل ولس غږ وکړ چې د کرونا ویروس خپل صحت ته جدي ګواښ وګڼي.

ولسمشر روحاني د ایران له دولتي ټلوېزیون په وینا کې وویل: "موږ اټکل کوو چې ۲۵ میلیونه وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او د نږدې ۱۴ زره ایرانیانو خوږ ژوند یې اخیستی دی."

کرونا ویروس په انسانانو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغي پیدا کوي.

د ایران د ولسمشر په وینا، تر ۲۰۰ زره زیات وګړي په روغتونونو کې بستر شوي او په راروانو میاشتو کې ښايي دوه برابره زیات شي.

روحاني ونه‌ویل چې دا اټکل‌یې څرنګه کړی دی.

یو شمېر څارونکي او کارپوهان له ډېرې مودې راهیسې وايي چې په ایران کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ښايي تر هغه زیات وي چې حکومت‌یې رسماً تأییدوي.

د ایران پارلمان په یوه راپور کې چې د اپرېل په میاشت کې خپور شو، ویل شوي و چې په هغه هېواد کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مړو شمېر ښايي تر هغه چې حکومت‌یې رسماً اعلانوي دوه برابره زیات وي.

د ایران پارلمان

په راپور کې په هغه هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د معلومولو لپاره د لابراتواري ازموینو (ټسټونو) د امکان کموالي ته اشاره شوې وه او ویل شوي وو چې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر ښايي له اتو تر ۱۰ وارو زیات وي.

د ایران د روغتیا وزارت پرون هلته د کرونا ویروس د مثبتو پېښو وروستی شمېر اعلان کړ.

د حکومت د دې ادارې په وینا، په ایران کې ۲۷۱ زره او ۶۰۶ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د مړو شمېر ۱۳ زره او ۹۷۹ ښودل شوی دی.

په ایران کې په وروستیو څو اوونیو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ورځنی شمېر هم لوړ شوی دی.

د ایران حکومت پرون په تهران کې د یوې اوونۍ لپاره بیا بندیزونه اعلان کړل. د یوې اوونۍ په موده کې به د تهران خلک د فرهنګي او مذهبي مېلو او مراسمو تر سرته رسولو اجازه نه‌لري، خوړنځایونه، د لامبو وهلو حوضونه، ژوبڼ او نور داسې ځایونه به چې په یوه وخت کې ډېر خلک په‌کې راغونډېدلائ شي، تړلي وي.