ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستنې لپاره د دفاع او کورنیو چارو نوماند وزیران معرفي شول

ښي لور ته اسدالله خالد او چپ لور ته محمد مسعود اندرابي

اسدالله خالد د دفاع وزارت د نوماند وزیر او محمد مسعود انداربي د کورنیو چارو د نوماند وزیر په توګه معرفي شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې افغان ولسمشر نن په دې اړه جلا جلا حکمونه ورکړي دي.

دغه دواړه پوځي او امنیتي څېرې له تېرو نژدې دو کلونو راهیسې د یادو وزارتونو سرپرستان وو.

د افغانستان حکومت له دې وړاندې هم د نوې کابینې یو شمېر غړي معرفي کړي، خو تر اوسه کابینه نه ده بشپړه شوې.

د چارو اداره وایي، په پارلماني چارو کې د دولت وزیران به دغه نوماند وزیران د باور رایو لپاره ولسي جرګې ته ور پېژني، خو دغه جرګه څو ورځې وروسته د اوړي یوه نیمه میاشتنۍ رخصتي پيلوي.