هرات کې د زعفرانو بیه نیمایي راکمه شوې

اټکل دا دی چې سږ کال به هرات کې تر شل ټنو پورې زعفران ټول شي.

په هرات کې د زعفرانو بیه سږ کال نژدې نیمایي را کمه شوې ده.

دغلته د زعفران کارانو د ملي ټولنې مسئولین وایي، د بیې د کموالي یواځنی لامل دا دی چې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې کم تر کمه اته ټنه زعفران بهر ته نه دي صادر شوي.

تېر کال یو کیلو زعفران تر شپېتو زرو افغانیو پلورل کېدل، خو د زعفران کارانو د ټولنې مشر بشیر احمد رشیدي وایي، سږ کال بیه پنځه دېرش تر څلویښت زرو ته را ټیټه شوې.

هغه زیاته کړه: " له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې ډاډه یم چې صادرات نشته، که څه هم عربي هېوادونو، امریکا او اروپا ته لږ صادرات لرو، خو په هغې اندازې زعفران چې سږ کال یې مونږ د صادراتو اټکل درلود، نه دي صادر شوي، له هرې ممکنې لارې چې وي، د زعفرانو له شرکتونو باید ملاتړ وشي."

د افغانستان نژدې نوي په سلو کې زعفران په هرات کې کرل کېږي او هندي سوداګر یې تر ټولو زیات پېرېدونکي ګڼل کېږي.

اټکل دا دی چې سږ کال به هرات کې تر شل ټنو پورې زعفران ټول شي.