سیمه ییز چارواکي: هلمند کې د غنمو د تخمونو د پروسس لړۍ پيل شوه

دغه تخمونه به هغو شرکتونو ته ورکړل شي، چې د اصلاح شويو تخمونو د تولید په برخه کې د فعالیت جواز لري.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د هلمند د کرنې ریاست اړوند پهبولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تخمونو د تولید په موخه تخمونه کرل شوې وو چې اوس یې د پروسس لړۍ پیل شوې ده.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس زلمي الکو نن ازادي راډیو ته وویل، چې په دې ولایت کې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د تولید په موخه د غنمو بېلابېل ډولونه کرل شوې وو چې له دغو غنمو به د تولید لپاره د غنمو د کرلو تخمونه تر لاسه شي.

د نوموړي په خبره د غنمو دغه تخمونه به هغو شرکتونو ته ورکړل شي، چې د اصلاح شويو تخمونو د تولید په برخه کې د فعالیت جواز لري.

په هلمند کې د غنمو د اصلاح شويو تخمونو په تولید سره یاد ولایت د تصدیق شويو تخمونو او له اقتصادي اړخه ځان بساینې ته نږدې کېږي.

د هلمند د کرنې رئیس وایي دوی هلې ځلې کوي، چې په هلمند کې د بېلابېلو نباتاتو تخمونه اصلاح او تکثیر کړي چې د بزګرو کرنیز محصولات به ورسره د کمیت او کیفیت له پلوه ښه او د بزګرو اود دویله اقتصادي سره به هم مرسته وکړي .