له بدخشان څخه کندز ته د هیرویینو د قاچاق مخه نیول شوې

ارشیف

له بدخشان څخه کندز ولايت ته د هیرويينو د قاچاقو مخه ونيول شوه.

د بدخشان ولايت د امنيې قوماندان وياند ثناالله روحاني ازادۍ راډيو ته وويل د بدخشان پولیسو د سرطان د میاشتې پر ۲۵ نېټه په يوه موټر کې لس کيلوګرامه هیرويين ونيول.

دا نشه يي مواد چې د بدخشان په يوه ولسوالۍ کې په موټر کې پټ ايښودل شوي، په پام کې وه چې کندز ولايت ته قاچاق شي.

د يادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نيول شوی دی.