بایډن: روسیه لاهم د امریکا راتلونکو ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کوي

جوبایډن

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جوبایډن ویلي، داسې استخباراتي معلومات ور رسېدلي چې روسیه لا هم هڅه کوي د دوی راتلونکو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي ویلي: "موږ له مخکې هم پوهېدو، زه اوس هم تاسو ته ضمانت درکوم چې زه پر دې پوهېږم، ځکه اوس ماته بیا معلومات رارسېږي."

بایډن چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما مرستیال هم پاته شوی، د نومبر میاشتې د درېیمې نېټې ټاکنو ته د ډیموکراتانو نوماند دی او له ډونالد ټرمپ سره به سیالۍ کوي.

په امریکا کې دود دا دی چې د مخالفې سیاسي ډلې نوماند له ټاکنو مخکې استخباراتي معلومات ترلاسه کوي.

بایډن چې پرون‌یې له خپلو ملاتړو سره په انلاین ډول د مرستو راټولو په غونډه کې خبرې کولې خبرداری ورکړ چې که مسکو خپلو دې هڅو ته دوام ورکړي، یوه واقعي بیه به پرې کړي.