د کندز چارواکي: د ښار پر لوېدیځ امنیتي کمربند د طالبانو برید شنډ شو

ارشیف، کندز کې د افغان ځواکونو عملیات

د کندز چارواکي وایي، د ښار په لوېدیځ امنیتي کمربند یې د طالبانو برید شنډ کړی دی.

د والي ویاند عصمت‌الله مرادي ازادي راډیو ته وویل، د زاخېلو سیمه کې پر پرتو پوستو تېر ماښام طالبانو ډله‌ییز برید وکړ چې د ملي اردو یو سرتېری یې وواژه او دوه نور یې ټپيان کړل.

مرادي وایي، سیمې ته د تازه دمه سرتېرو په رسېدو طالبانو له سیمې پښې سپکې کړې او د ده په ټکو درنه مرګ‌ژوبله هم وراوښتې.

بل لور ته د افغانستان دفاع وزارت وایي، د جوزجان د فیض‌اباد ولسوالۍ په چهارسای سیمه کې یې هم د طالبانو برید په شا تمبولی.

د دغه وزرات مطبوعاتي دفتر ویلي، دې برید کې شپږ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.