د پکتیا چارواکي: ندام سېنګهـ تښتوونکی بېرته خوشې کړ

د افغانستان په عمومي نقشه کې ګردېز ولایت

په پکتیا کې تښتول شوی افغان سېکهـ نن سهار بېرته خوشې شو.

د پکتیا د څمکنیو ولسوال عبدالرحمن زرمتي ازادي راډيو ته وویل، ندام سنګهـ نن سهار همدې ولسوالۍ کې تښتوونکو پرېښی چې اوس له دوی سره دی.

د زرمتي په خبره له نښو نښانو داسې ښکاري چې نوموړی د واقعیتونو د پټولو هڅه کوي او شاید رواني شکنجه شوی وي.

ښاغلی زرمتی زیاتوي: "دی د نامعلومه کسانو له‌خوا تښتول شوی و، بېرته‌یې دلته راوړی او دلته‌یې پرېښی دی، زموږ پلټنه روانه ده چې معلومه کړو زور زیاتی ورسره شوی دی او که نه، خو موږ پوهېږو چې واقعیت نه‌وایي."

ندام سنګهـ څه باندې میاشت وړاندې هغه مهال څمکنیو کې وتښتول شو چې هلته د خپلو سپېڅلو ځایونو یا زیارتونو لیدو ته ورغلی و.

تر اوسه دا نه‌ده معلومه چې د دغه افغان سېکهـ د تښتولو انګېزه څه وه.

وسله‌والو طالبانو هم د نوموړي په تښتونه کې خپل لاس لرل رد کړي و.