پنټاګون: ترکیې له سوریې لیبیا ته وسله‌وال استولي

ارشیف، د لیبیا ملي اردو

د امریکا متحده ایالاتو پوځ وايي، ترکیې له سوریې څخه درې زره او ۵۰۰ وسله‌وال لیبیا ته استولي دي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس وايي، په دې اړه‌یې د امریکا دفاع وزارت راپور لیدلی دی.

د پنټاګون د راپور په بنسټ، دا وسله‌وال د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې لیبیا ته استول شوي څو دغلته د خلیفه حفتر په مشرۍ د ځواکونو په وړاندې د حکومتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

نړیواله ټولنه د لیبیا مرکزي حکومت په رسمیت پېژني.

په لیبیا کې ۲۰۱۱ م کال کې له پراخ پاڅون او په پایله کې یې د پخواني دیکتاتور معمر قذافي د رژیم له نړېدو وروسته دا هېواد د کورنۍ جګړې شاهد دی.

ناټو د دې پاڅون ملاتړ کړی و.

قذافي څو لسیزې پر لیبیا واکمني وکړه.