د روسیې حکومت د اپوزېسیون پر مشر د سفر بندیز ولګاوه

د روسیې د اپوزېسیون سیاسي مشر الکسي ناوالني

په روسیه کې د اپوزېسیون سیاسي مشر الکسي ناوالني وايي ورته امر شوی، تر هغو چې د ده د جنايي دوسیې په اړه څېړنې دوام لري، له مسکوه ونه‌وځي.

دغه دوسیه ده ته په ټولنیزو شبکو کې د خپرو کړیو نظریاتو له کبله جوړه شوې ده.

الکسي ناوالني پرون جمعه په ټویټر کې ولیکل چې د دوسیې تحقیق کوونکي ورته د تحقیقاتي کمېټې د پوښتنو ګروېږنو په جریان کې د دې لګول شوي محدودیت په اړه معلومات ورکړي دي.

ښاغلي ناوالني په ټویټر کې لیکلي، دا هر څه د دې لپاره شوي چې ونه‌کړای شي په سپټمبر کې د محلي انتخاباتو په درشل کې د واکمن (د روسیې د متحد) ګوند د کاندیدانو پر خلاف د کمپاین لپاره نورو ځایونو ته سفر وکړي.

په داسې حال کې چې د اپوزېسیون له دغه سیاستوال څخه پوښتنې ګروېږنې کېدلې، امنیتي ځواکونو د مسکو په جنوب کې د ده دفترونه تلاشي کړل.