د ۴ ولایتونو مدني فعالان په کابل کې د تحصن خېمه دروي

د افغانستان نقشه

د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو مدني ټولنې غواړي د دغو ولایتونو د برېښنا د ستونزو په اړه په کابل کې د تحصن خېمه ودروي.

د پیوند مدني ټولنې او د کندهار ولایت د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز رئیس حکمت‌الله صُلحي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د دې خېمې له لارې غواړو چې تر مسؤلانو خپل شکایت ورسوو او د ستونزو لپاره له دوی څخه حل وغواړو. عموماً په کندهار او هغه زون کې د کجکي برېښنا پرله‌پسې پرې کېدل باالخصوص د ګرمۍ په موسم کې موږ ډېر زهیروي او ډېرې ستونزې جوړې شوې دي."

د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو مدني فعالان وايي په خپلو ولایتونو کې یې د برېښنا ستونزه له ولایتي چارواکو سره په وار وار شریکه کړې، خو تر اوسه ورته اساسي حل نه‌دی موندل شوی.