چین: امریکايي چارواکو خپل اعصاب له لاسه ورکړي

د چین بیرغ

په داسې حال کې چې له سوداګرۍ نیولې تر کرونا ویروس پورې د پېکېنګ او واشنګټن ترمنځ د ډېرو مسایلو په اړه پرسر لانجې دوام لري چین وايي امریکايي چارواکو خپل اعصاب له لاسه ورکړي دي.

لویدیځ منتقدان وايي چې د پېکېنګ بهرنۍ پالیسي ورځ په ورځ یرغلیزه کېږي او داسې ښکاري چې چین په پوځي او اقتصادي برخو او همداراز د ټکنالوژۍ په ډګر کې د خپل نړیوال نفوذ پراخوي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون یینګ نن- د جولای په ۱۷مه وویل چې پېکېنګ د نړیوالې ټکنالوژۍ په ډګر کې د امریکا مخکښ رول مني او نه غواړي چې دا ځای ترې ونیسي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا تبصره د امریکا د لوی څارنوال د پرونیو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې ویې ویل چین د کرونا ویروس د خپرېدو په پیل کې د امکاناتو په احتکار لاس پورې کړ او هغو هېوادونو ته یې د هغو د صادراتو مخه ونیوله چې اړتیا یې ورته لرله.