چارواکي: د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

تندر قول اردو وايي، طالبانو د غزني ولایت په مرکز او خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل خو د هوايي ځواک په مرسته په شا وتمبول شول.

۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه ویلي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو په ځوابي حملو کې د غزني د مرکز په ګوسفندي سیمه او خوږیاڼیو ولسوالۍ کې ټول ۱۰ تنه طالبان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.