طالبان: امریکايي ځواکونو په سویل کې په غیر جنګي سیمو هوايي بریدونه کړي

ارشیف

طالبان وايي چې د امریکا هوايي ځواک د افغانستان په سویل کې په غیر جنګي سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن جمعه پر ټویټر په یو بیان کې ویلي دي چې امریکا په هلمند، غزني او زابل کې د بې پیلوټه الوتکو د حملو په وسیله له طالبانو سره د سولې له موافقې سرغړونه کړې ده.

ښاغلی شاهین وايي چې دا ډول سرغړونې طالبانو ته د منلو وړ نه دي.

د امریکا پوځ او افغان حکومت د طالبانو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو افغان پوځي چارواکو د هېواد په څو ولایتونو کې په ځمکنو او هوايي حملو کې د لسګونه طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی.