امنیتي چارواکي: بلخ، فاریاب او سرپل کې ۷۸ وسله وال طالبان وژل شوي

ارشیف

شاهین قول اردو وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د شمال په دریو ولایتونو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې چې نن سهار یې خپره کړې وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلخ، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د هوايي او ځمکنیو ځواکونو په حملو کې ۷۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۲ ټپیان دي او درې نور اسیران شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې په وژل شویو کې د طالبانو څلور مهم قوماندان هم شامل دي.