غني: د اندړو د ولسي پاڅون څخه ملاتړ امنیتي وضعیت بدلولای شو

ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر اشرف غني وايي، که په غزني کې په وخت سره د اندړو د ولسي پاڅون ملاتړ شوی وای، نو اوس به د افغانستان وضعیت له امنیتي پلوه بل ډول و.

ولسمشر غني دا څرګندونې پرون پنجشنبې غزني ته د سفر پرمهال یوې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.

د ارګ په خبرپاڼه کې د اندړو د پاڅونوالو په اړه د ولسمشر غني د څرګندونو نور جزییات نه دي راغلي.

د اندړو ولسي پاڅون کوونکي د حامدکرزي د ولسمشرۍ په وروستیو کې کلونو کې د طالبانو پر ضد ولسي مبارزه پیل کړه.

دا پاڅونوال وروسته د طالبانو له سختو انتقامي حملو سره مخامخ شول او په جګړو کې یې زیات شمېر وسله وال هم له لاسه ورکړل.

ولسمشرغني په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د سولې د پرمختګ لپاره باید د افغان امنیتي ځواکونو د بندیانو برخلیک روښانه شي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې دا د سولې د خبرو شرط نه بلکې د ده مسئولیت دی.