د کابل جمهوریت روغتون کې د 'کووېډ-۱۹' د درملنې څانګه پرانیستل شوه

د کابل جمهوریت روغتون

د کابل په جمهوریت روغتون کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې څانګه پرانیستل شوه.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وایي، دغه څانګه بېړنۍ، د عملیاتو او د ځانګړي څار یا 'ای.سي.یو' خونې لري او په پوره وسایلو سمبال شوې.

ښاغلي عثماني زیاته کړې، وزارت پرېکړه کړې چې په هر دولتي روغتون کې د کرونا ویروس له کبله د رامنځته شوې ناروغۍ د درملنې اسانتیا برابره کړي.

افغانستان کې د کرونا ویروس څه باندې ۳۵ زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

عامې روغتیا وزارت ویلي، دغه هېواد کې د ویروس خورېدل ورو شوي دي.