د نورم او سټنډرډ ادارې چارواکي د رشوت اخیستو په تور ونیول شول

ارشیف

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د نورم او سټنډرډ د ملي ادارې رئیس د یو لک ډالرو بډې اخیستلو په تور باالفعل نیول شوی دی.

لویې څارنوالۍ په خپله وېب‌پاڼه په دې اړه اعلامیه خپره کړې، خو د تورنو نومونه‌یې نه‌دي اخیستي.

د څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي هم رسنیو ته په دې اړه یو پيغام استولی دی.

ښاغلی رسولي زیاتوي: "د نورم او سټنډرډ ملي ادارې رئیس د لویې څارنوالۍ د شکایتونو د اورېدو ۱۸۰ ټيلیفوني نمبر ته د یوه پانګه‌وال د تماس او شکایت په اساس، د لویې څارنوالۍ د کنټرول او څار څانګې له‌خوا تېره شپه د یو لک امریکايي ډالرو د بډې اخیستلو پر مهال نیول شوی دی."

ښاغلي رسولي زیاته کړې چې اصلاً د دوو لکو ډالرو رشوت غوښتنه شوې وه.

د هغه په خبره په دې قضیه کې دوه نور شامل تورن کسان چې د نورم او سټنډرډ ادارې تخنیکي مرستیال او د پروژو مدیر دی، هم نیول شوي دي.

څارنوالۍ وايي قضیه په جدي توګه تر څېړنې لاندې ده.