چارواکي: پر غزني توغندیز برید ۱۴ کسان ټپیان کړل

ارشیف

پر غزني ښار توغندیز برید د چارواکو په خبره ۱۴ کسان ټپیان کړل.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو له خولې وایي، ټپیانو کې دوه امنیتي سرتېري او نور ټول ملکیان دي چې ماشومان هم په‌کې شته.

د چارواکو په خبره لږترلږه درې توغندي د ولایت مقام شااوخوا سیمه کې لګېدلي.

پر دغه ښار څو توغندي داسې مهال ولګېدل چې ولسمشر محمد اشرف غني هلته له ځایي چارواکو او قومي مشرانو سره په خبرو بوخت و.

تر اوسه کومې ډلې د دغه توغندیز برید مسؤلیت نه‌دی اخیستی.