په میدان وردګو کې پر یو شمېر کروندګرو د زعفرانو پياز ووېشل شو

د افغانستان زعفران

د میدان وردګو ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، په دې ولایت کې يې د زعفرانو نمایشي قطعاتو جوړولو او د کښت دودولو په موخه د ٦٣٩ زرو افغانیو په لګښت د زعفرانو پياز په کروندګرو وېشلی دي.

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد نن ازادي راډیو ته وویل، د دې برنامې په اساس ٥٠٠ کیلو د زعفرانو پياز د مرکز په شمول د سید اباد، جغتو او بهسودو اولې برخې ولسوالیو کې وېشل شوي دي.

ښاغلي تسل وویل د زعفرانو د پیازو سربېره کروندګرو باندې د زعفران د ګلونو د راټولولو وسایل او کیمیاوي مواد هم وېشل شوي، ترڅو هغوی له دې قطعاتو ښه ساتنه وکړي.

هغه زیاته کړه چې تېر کال‌یې هم د زعفرانو دودولو په موخه د زعفرانو ٤٠ وړې قطعې وېشلې وې چې ښه پایله او د کرونګرو اقتصاد سره‌یې مرسته وکړه.

له دې سره چې د افغانستان زعفران نړۍ کې ښه شهرت او بازار لري، د دې ولایت د کرنې مسؤلین وایي، هڅه کوي چې دې ولایت کې د زعفرانو کښت لا ډېر دود کړي.