کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزبندي شوې

ارشیف

د افغانستان حکومت وایي چې په کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزې بندې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه‌یې خپره کړه ویلي دي چې د ډیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې موافقه وشوه چې ډزبندي وشي او په سیمه کې د پوځي مسؤلینو له لوري غونډه وشي.

د اسعد اباد د مرکزي روغتون رئیس عطاالله ساپي ازادي راډيو ته وویل چې شپږ جسدونه د دوی روغتون ته لېږدول شوي او نهه تنه هم ټپيان دي.

پاکستاني ځواکونو اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي دي چې یوه ورځ مخکې تر دې یعنې د سې شنبې په ورځ د افغانستان له لوري د پاکستان په خوا ډزې شوې وې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د خپل‌سرو تأسیساتو رامنځته کول چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ لامل ګرځېدلی شي په هېڅ وجه د افغانستان لپاره د منلو وړ نه‌دي.