ایران کې د انټرنټ فعالیت له خنډ او ستونزو سره مخ شوی

ایران کې د انټرنټ یو کاروونکی

په ایران کې د انټرنټ فعالیت له خنډ او ستونزو سره مخ شوی دی.

دا وروسته له هغه چې د خواله رسنیو لکونه کاروونکو د ایران د حکومت هغه پرېکړه وننګوله چې غواړي د تېر لړم د پراخو مظاهرو درې ځوان ګډونوال امیر حسین مرادي، محمد رجبي او سعید تمجیدي اعدام کړي.

د ایران د قضائیه قوې ویاند غلام حسین اسمعیلي سې شنبه تأیید کړه چې په دغو درېیو کسانو باندې د اعدام حکم صادر شوی.

په دغو درېیو کسانو د قضائیه قوې له‌خوا تور پورې شوی د لړم میاشتې د مظاهرو پر مهال‌یې عامه نظم ګډوډ کړی او بهرنیو رسنیو ته‌یې وېډیوګانې استولې دي.

د قضائیه قوې د ویاند تر اعلان وروسته د بشري حقونو فعالانو او عامو خلکو په ټولنیزو شبکو په تېره بیا ټویټر کې د ایران د قضائیه قوې د دې پرېکړې سخت مخالفت وکړ.

دوی د 'اعدام نکنید' په نوم هشټګ جوړ کړ چې په همغو اولو ساعتونو کې تر یو میلیون زیاتو کسانو پرې تبصرې او لیکنې وکړې.

د ټولنیزو شبکو کاروونکي وايي چې د ایران قضائیه قوه باید د دغو درېیو ځوانانو د اعدام له پرېکړې تېر شي.

د امنسټي انټرنشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان هم د ایران د قضائیه قوې د دې پرېکړې د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې.

دې سازمان په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې سعید تمجیدي، محمد رجبي او امیر حسین مرادي شکنجه شوي او په زور ترې اقرار اخیستل شوی دی.

د ایران رژيم تېر لړم میاشت په دغه هېواد کې مظاهره‌چیان وځپل چې د امریکا متحده ایالاتو د راپورونو په اساس شااوخوا یو نیم زر ایراني مظاهره‌چیان یې ووژل، زرګونه‌یې او لږترلږه اووه زره نور یې بندیان کړل.