په ولسي جرګه کې د تخار استازې حبیبې دانش زوی د کابل پولیسو ونیوه

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د ولسي جرګې د غړې حبیبې دانش زوی یې نیولی دی.

‎د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالصبور قانع د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۴» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل، زبیر دانش د کابل ښار د عمومي نظم په ګډوډولو کې لاس درلود.

‎ښاغلي قانع وویل د ولسي جرګې د یادې غړې زوی چې په (عقاب تخار) مشهور و، لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی دی.

ولسي جرګه

دی وايي: "ده د ښار د نظم په ګډو‌‌‌‌‌‌ډولو کې لاس درلود او دا له مور سره‌یې چې د ولسي جرګې غړې ده هېڅ تړاو نه‌لري، ځکه چې جرم فردي دی‌‌‌‌‌‌، د ښار نظم‌یې ګډو‌‌‌‌‌‌ډاوه، نو پولیسو هم ونیوه."

‎مخکې تر دې ځینو سیمه‌ییزو رسنیو داسې تصویرونه خپاره کړي چې په‌کې زبیر دانش په ښار کې ‌‌‌‌‌‌ډزې کولې، په دغو انځورونو او وېډیوګانو کې له نوموړي سره څو میله وسلې هم لیدل کېدلې.

‎‎هغه مهال د ولسي جرګې غړې حبیبې دانش خپل زوی بې‌ګناه بللی او ویلي یې و چې زبیر دانش خپلې وسلې د ثبتولو لپاره کورنیو چارو وزارت ته وروړلې.

‎پوښتنه دلته ده چې زبیر دانش د ښار د نظم په ګډو‌‌‌‌‌‌ډولو کې د مور له وسلو چې د ولسي جرګې غړې ده استفاده کړې او که نه؟

‎په دې اړه مو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال وپوښت: "ځکه چې خپله په جرم مرتکب شوی، کله چې د څېړنو پر مهال‌یې اعتراف وکړ هلته هر څوک چې مظنون وبلل شي، هغه به ځواب ورکوونکی وي."

‎د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش چې د زیبر دانش مور ده، د ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو د پوښتنو په اړه له نظر ورکولو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړه.