خلیل‌زاد: طالبانو سره د سولې تړون لومړی پړاو بشپړ او دوهم ته داخل شوو

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

امریکایانو په داسې وخت کې پر طالبانو فشار راوستی دی چې شخړې کمې کړي چې له طالبانو سره‌یې د سولې د تړون لومړی پړاو بشپړ شو.

د امریکا متحده ایالات وایي، له طالبانو سره د سولې تړون دوهم پړاو ته داخل شوي دي او طالبان باید شخړې راکمې کړي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې له تړون سره سم امریکایانو ژمنه کړې وه چې په ۱۳۵ ورځو کې به د خپلو ځواکونو شمېر په افغانستان کې ۸،۶۰۰ ته راکموي.

زلمی خلیل‌زاد چې د امریکایانو په استازیتوب‌یې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی دی په ټویټر کې لیکي، دواړه لوري دغه مهم پړاو ته ورسېدل.

خلیل‌زاد وایي، د امریکا متحده ایالاتو د تړون له ژمنې سره سم د لومړي پړاو لپاره سختې هڅې وکړې او دا ژمنه‌یې پر ځای کړه چې هم‌یې د پوځیانو شمېر کم کړ او هم‌یې پنځه اډې پرېښودې.

طالبانو په یوې اعلامیه کې چې نن‌یې ازادي راډیو ته رااستولې ده له پنځو اډو د امریکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې په تېرو ۱۳۵ ورځو کې دوی په بهرنیو ځواکونو هېڅ برید نه‌دی کړی چې دا د دوی ژمنه ثابتوي، خو په ورته وخت کې یې تور پورې کړی دی چې امریکایانو له افغان پیلوټانو سره د بمباریو په وخت همکاري کړې ده او دا د تړون خلاف عمل دی.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې د خپلو پنځه زره زندانیانو د خوشې کېدو په چارو کې د ځنډ له امله خواشيني څرګنده کړې ده.

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې طالب زندانیان

د افغانستان حکومت د طالبانو تر څلور زره ډېر زندانیان خوشې کړي او ویلي یې دي چې شااوخوا ۶۰۰ داسې بندیان دي چې هغوی جرمونه کړي، نه‌یې خوشې کوي او طالبان باید شخړې راکمې کړي.

د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر ساپي ازادي راډيو ته وویل چې طالبان او حکومت باید له خپلو دې غوښتنو لږ په شا شي چې د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.

ښاغلی ساپی زیاتوي: "اوس طالبان تر نن پورې په خپلو خبرو ټینګ ولاړ دي چې تر پنځه زرو که یو زنداني هم کم وي خبرو ته حاضر نه‌یوو، حکومت هم دوه زړه دی کله وایي چې دا زندانیان خوشې کوم کله بیا وایي چې نه‌یې خوشې کوم، حکومت هم باید خپل دریځ واضح کړي."

ودیر ساپی

د دوحې د تړون دوهم پړاو پيل شوی دی. زلمی خلیل‌زاد وایي تر دې وروسته به د واشنګټن چلند مشروط وي. خلیل‌زاد زیاته کړه چې اوس به د بندیانو د خوشې کېدو او د شخړو د کمېدو لپاره فشار راولي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي او پرمختګ په‌کې وشي.

له کله چې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون شوی دی طالبانو بریدونه زیات کړي، خلیل‌زاد دغو حملو ته اندېښنه ښکاره کړه او ویې‌ویل، ګڼ افغانان پرته له څه دلیله وژل کېږي.

خلیل‌زاد بیا وویل چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي او دا د دوی له ژمنې سره سم عمل نه‌دی چې ویلي یې و تر هغو به شخړې راکموو چې بین‌الافغاني خبرې پيلېږي او بیا به د خبرو پر مهال دایمي اوربند کوو.