د ایران دفاع وزارت یو پخوانی کارکوونکی اعدام شو

ارشیف

د ایران قضایي اداره وایي، د دفاع وزارت هغه پخوانی کارکوونکی چې د امریکا د استخباراتو پر مرکزي ادارې (سي ای اې) د معلوماتو د پلورلو په خاطر محکوم شوی و، اعدام شوی دی.

د دغې ادارې ویاند غلام حسین اسمعیلي نن وویل چې رضا اصغري په دفاع وزارت کې د خپلې دندې په وروستي کال له 'سي ای اې' سره تماس درلود او پر دغې ادارې یې د ایران د میزائیلو د پروګرام معلومات پلورلي و.

اسمعیلي وویل چې اصغري تېره اوونۍ اعدام شو او زیاته‌یې کړه چې هغه د دفاع وزارت د هوایي چارو په ریاست کې کار کاوه او څلور کاله مخکې تقاعد شوی و.

د قضایي ادارې ویاند دغه‌راز وویل چې امریکا او اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور په مرګ محکوم شوي بل ایراني محمد موسوي مجید باندې تر اوسه دغه سزا نه‌ده تطبیق شوې.

تېره میاشت قضایي ادارې ویلي و چې د موسوي مجید د مرګ سزا د سترې محکمې له‌خوا ځنډول شوې او ډېر ژر به پرې تطبیق شي.