پاکستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

پاکستان کې د پولیو واکسین کمپاین

پاکستان نن اعلان وکړ چې راتلونکې اوونۍ به د پولیو ضد واکسینونو کمپاین پیل کړي.

د ماشومانو د ګوزڼ ضد ناروغۍ دغه کمپاین څو میاشتې وروسته له هغې چې د کرونا وبا د دې هېواد پر روغتیايي سیستم ډېر فشار راوستی و، پیلېږي.

دغه کمپاین چې راتلونکې دوشنبه پیلېږي او درې ورځې به دوام کوي، په پام کې ده چې ترڅ کې یې شاوخوا اته لکه ماشومانو ته دغه واکسین ورکړل شي.

پاکستان هیله‌من و چې د پولیو ناروغي په ۲۰۱۸ کال کې له خپلې خاورې ورکه کړي. په دې کال د پولیو ۱۲ نوې پېښې شوې چې ورپسې په ۲۰۱۹ کال کې هم زیاتې شوې.

د روان کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې په دې هېواد کې د پولیو ۵۸ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د پولیو ډېرې پېښې هم له افغانستان سره په پوله خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې هم چې د پولیو پېښې په وروستیو کلونو کې زیاتې شوي، په پام کې ده راتلونکې اوونۍ په یو شمېر هغو ولایتونو کې دغه کمپاین پیل شي چې د کرونا پر وبا سربېره تر اوسه د ځینو نورو عواملو له امله په‌کې د پولیو د واکسین کمپاین نه‌دی تطبیق شوی.

د افغانستان د روغتیا وزارت به دغه کمپاین د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یونېسف په مرسته پر مخ وړي.