غزني کې برید ۳ تنه ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

غزني ښار

د غزني په برید کې ۳ ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

په غزني کې پر ۴۰۴ ډوله د سپرلۍ پر موټر په برید کې یو تن وژل شوی دوه ټپیان دي.

د غزني محلي چارواکي وايي دغه برید نن د ورځې ۱۰ نیمې بچې د کابل-کندهار پر لویه لاره د غزني ښار اړوند د شهباز په سیمه کې شوی دی.

د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "معلومه نه‌ده چې برید چا کړی دی."

خو د سیمې خلک او د دغه موټر سپرلۍ وايي برید د ملي اردو سرتېرو کړی دی.

جمعه‌زاده وايي که ثابته شي چې دغه برید د ملي اردو سرتېرو کړی دی، نو د قانون سره سم سزا به ورکړي.

هغه وايي هیئت ټاکل شوی تر څو سیمې ته لاړ او ځېړنه وکړي.