چارواکي: بلخ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان وژل شوي

ارشیف، بلخ کې د افغان ځواکونو عملیات.

د بلخ امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د یو شمېر وسله‌والو طالبانو د وژلو خبره کوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو پر یوې پوستې د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک او د جوزجان بلخ په لویه لاره د دې ډلې د پیسو اخیستو پر یوه پاټک نن له غرمې مخکې افغان ځواکونو هوایي او ځمکنۍ حملې وکړې.

دغه قول اردو د اتو وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو او د یو شمېر وسلو او مهماتو ترڅنګ د طالبانو د څو موټرسایکلونو د نیول کېدو خبره کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.