'واشنګټن کې د افغانستان سفارت موضوع به لویې څارنوالۍ ته واستول شي'

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په واشنګټن کې د افغانستان سفارت کې د یوه دېوال د جوړېدو په پروژه کې د فساد په اړه راپورونو ته غبرګون وښود.

د دغه وزارت په یوې اعلامیه کې چې تېر ماښام خپره شوه راغلي چې دوی که څه هم دا ادعا ردوي، خو وایي دا موضوع به د پلټنې عالي ادارې او لویې څارنوالۍ ته واستول شي.

په همدې حال کې د افغانستان د روڼتیا سازمان اجرائیوي مشر اکرام افضلي ازادي راډیو ته وویل چې ځيني پوښتنې شته چې ښیي په یاد سفارت کې د دېوال جوړېدو په پروژه کې فساد شوی دی.

ده زیاته کړه: "د دې قضیې د څېړلو لپاره ډېره تمه نه‌لرو، خو بیا هم حکومت باید یو داسې پلاوی وټاکي چې په رڼه توګه دا موضوع وڅېړي او هغه کسان چې په دې موضوع کې تورن شي، باید تر جدي تعقیب لاندې ونیول شي."

د پژواک خبري اژانس په لومړي ځل د جولای پر ۱۱مه راپور خپور کړ چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ۷۰ متره دېوال د جوړېدو لپاره د یوه شرکت د ۸۸ زره ډالرو غوښتنه رد کړه او دا چاره‌یې د یوه بل شرکت په وسیله د یو میلیون او ۸۲۵ زره او ۸۳۹ امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه کړه.