د خوړو سازمان له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو هرکلی وکړ

ارشیف

'ډبلیو اف پي' یا د خوړو نړیوال سازمان د افغانستان له خلکو سره د اروپایي ټولني د نویو مرستو د اعلان هرکلی وکړ.

دغه سازمان د یکشنبي په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل چې اروپایي ټولنه له 'ډبلیو اف پي' سره درې میلیونه او ۶۰۰ زره یورو مرسته کوي څو په افغانستان کې د طبیعي پېښو زیانمنو شویو او جګړه‌ځپلو سره مرسته وشي.

اعلامیه په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د مرستیال او سرپرست مشر رابرت کساکا له قوله لیکلي چې وایي، په دې مرستې سره به 'ډبلیو اف پي' په افغانستان کې ۴۷۰ زره د جګړو او طبیعي افاتو زیانمنو کسانو سره او ۱۵۰ زرو هغو ماشومانو او میندو ته چې په خوارځواکۍ اخته شوي دي، خوراکي او بشري مرستې ورسوي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د بشري پروګرامونو مشر لویجي پندولفي ویلي چې د افغانستان ډېری هغه وګړي چې په لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي له روغتیایي امکاناتو څخه لیرې دي او بشري مرستو ته‌یې اړتیا ډېره ده.

اروپایي ټولنې په تېرو پنځو کلونو کې د یوه مخکښ بشري تمویلوونکي په توګه د افغانستان سره د مرستې په هدف شپږ میلیونه یورو مرسته کړې ده.