غور کې طالبانو ۱۶ دولتي سرتېري او یو ملکي وګړی خوشې کړل

ارشیف، د طالبانو له لوري په لغمان کې یو شمېر خوشې شوي زندانیان

طالبانو ۱۶ دولتي سرتېري او یو ملکي وګړی په غور کې خوشې کړل.

د غور سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دا کسان له څه باندې دوو میاشتو راهیسې اسیران وو او طالبانو پرون ماسپښین ازاد کړل او کورنیو ته‌یې وسپارل.

د غور مرستیال والي حبیب‌الله رادمنش وايي، هیله‌من دی چې د بندیانو تبادله او د حکومت او طالبانو له‌خوا پر خپلو ژمنو عمل به په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.

په غور کې دوه ورځې مخکې هم طالبانو نهه تنه دولتي سرتېري او دوه ملکي وګړي خوشې کړل.

په هغه موافقه کې چې امریکا او طالبانو په فبروري میاشت کې لاسلیک کړه ویل شوي دي چې افغان حکومت به پنځه زره طالبان او طالبان به زر تنه حکومتي سرتېري خوشې کوي.

په دې ترڅ کې افغان حکومت تر دې دمه شااوخوا څلور زره او طالبانو له ۷۵۰ زیات بندیان خوشې کړي دي.