غزني کې ماین چاودنې ۶ تنه وژلي او ۸ نور ملکيان ټپيان دي

ارشیف

په غزني کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ملکيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده رسنیو ته وویل، پېښه پرون مازیګر د جغتو ولسوالۍ په قیاق دره کې هغه مهال وشوه چې د ملګي وګړو د سپرلۍ موټر د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا پر ایښودل شوي ماین برابر شو.

هغه زیاته کړه: "د ملکي وګړو پر یوه فلاینګ‌کوچ ډوله موټر د وسله‌والو مخالفینو له لوري د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي ماین چاودېدلی دی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي شهیدان شوي او اته تنه نور ټپیان دي."

ښاغلی جمعه‌زاده وايي، ټپیان د غزني ولایت ملکي روغتون ته رسول شوي دي.

د نوموړي په وینا دا ماین وسله‌والو طالبانو ځای پر ځای کړی و.

خو وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.