د پژواک خبري اژانس رئیس: په دولت کې ځینې کړۍ مې ګواښي

Afghanistan -- Pazhwak News agency Logo

په افغانستان کې د پژواک په نوم خبري اژانس رئیس وايي، په دولت کې د ځینو کړیو له‌خوا ګواښل کېږي او فشار پرې زیات شوی چې د فساد په اړه نور راپورونه خپاره نه‌کړي.

دانش کړوخېل وروسته له هغې چې تېره میاشت د پژواک په نوم خبري اژانس پاکستان ته د مصنوعي تنفس د ۳۲ دستګاوو د قاچاق په اړه راپور خپور کړ، د دغو ګواښونو خبره کوي.

ښاغلي کړوخېل د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۱» ازادي راډیو ته وویل چې د دې ګواښونو او فشار د مستند کېدو په اړه کار کوي او وروسته به‌یې په اړه معلومات له ولس سره شریک کړي.

په دې اړه نور: عامې روغتیا وزارت د سپیناوي په لټه کې؛ د مصنوعي تنفس دستګاوو نوی نوملړ خپور شو

ښاغلی کړوخېل دغه‌راز وايي چې د فساد په اړه‌یې ځیني تازه راپورونه چمتو کړي، خو په دولت کې ځینې کړۍ یې د خپرېدو مخه نیسي: "موږ ته ګواښونه شته، همدا شان د رسنیو د کار په وړاندې ستونزې رامنځته کېږي، په دې سره دغه (کړۍ) غواړي چې پژواک نور څه خپاره نه‌کړي، په داسې حال کې چې موږ نور ډېر راپورونه لرو، زه ډاډه یم چې د پژواک ټیم به تر دې فشارونو لاندې نه‌راځي."

دا چې د چا له لوري ګواښل کېږي او څه ډول فشارونه دي، ښاغلي کړوخېل نه د چا نوم واخیست او نه‌یې هم په اړه ډېر جزئیات ورکړل، خو ویې‌ویل، دوه موارده دي چې د مستند کېدو په اړه‌یې کار روان دی.

له دې یوه ورځ وړاندې د بې‌پولې خبریالانو ټولنې چې مرکز یې په پارس کې دی، په یو راپور کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح هغه ټویټ ته اشاره کړې وه چې پژواک‌یې په دروغ ویلو تورن کړی و.

د دغې ټولنې په راپور کې په زابل کې ولسمشر غني ته د کافر د خطاب په غبرګون کې د ملي امنیت ریاست له لوري د بیان راډیو د خبریال محبوب حکیمي نیول کېدو او همدا شان د جولای په لومړۍ نېټه په خوست کې د بهرني اژانس خبریال د کور تلاشي ته اشاره شوې ده.

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه د خبریالانو په نیول کېدو او خبریالانو ته د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې، نی مشر مجیب خلوتګر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه په دې وروستیو کې د دولت له لوري خبریالانو او رسنیو ته ګواښونه کېږي او د کارونو په وړاندې یې خنډونه جوړوي، دغه فشارونه او ګواښونه د هغه کسانو له لوري په سیستماتیک ډول کېږي چې دوی په فساد کې ښکېل دي او نه‌غواړي، څېرې یې خلکو ته بربنډې شي."

مجیب خلوتګر

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال عبدالمنان شیوای شرق د خبریالانو په ځانګړې توګه پژواک خبري اژانس ته ګواښونه ردوي او د څېړنو په اړه د مستندو اسنادو غوښتنه کوي.

ښاغلی شرق زیاتوي: "زه فکر نه‌کوم چې د دولت له لوري دې داسې هڅه شوې وي، که له رسنیو د ملاتړ بنسټونه یا پژواک اژانس په دې اړه مستند اسناد لري، موږ سره دې شریک کړي، موږ یې هرکلی کوو او د قانون په رڼا کې به‌یې وڅېړو."

ښاغلی شرق وايي چې افغان حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی او د ۱۹ کلنې لاسته راړونې په توګه ورنه ملاتړ کوي.