امریکا یو روسی وګړی د سایبري غلا او هک کولو په جرم محکوم کړ

یوګینی نیکولین

د امریکا د سن فرانسیسکو یوې محکمې روسي تبعه یوګینی نیکولین د سایبري غلا او د ټولنیزو رسنیو د هک کولو په جرم محکوم کړ.

نوموړي دغه جرم اته کاله وړاندې ترسره کړی چې هغه مهال یې د امریکا لویې ټولنیزې رسنۍ لینکډن او ډراپ باکس هدف ګرځولې وې.

د مجرم پېژندل شوي کس مدافع وکیل ویلي، د استېناف غوښتنه کوي او دا پرېکړه " لویه بې عدالتي" بولي.

مدافع وکیل ویلي، د هغو معایناتو په پایله کې چې د قاضیانو په سپارښتنه شوي، معلومه شوې چې موکل یې رواني ستونزه لري.

محکمې پرون وویل، د نیکولین محکومیت به په رسمي ډول د سېپټېمبر په ۲۹مه نېټه اعلان کړي.

نیکولین د هر غلا شوي یوزر نېم او پاسورد په بدل کې په لس کاله حبس او د هر کمپیوټر د هکېدو په بدل کې په پنځه کاله بند محکومېدای شي.