ارګ: طالبانو تېره اوونۍ ۱۶ ولایتونو کې ۲۳ ملکیان وژلي او ۴۵ یې ټپیان کړي

ارشیف

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبانو تېره اوونۍ په ۱۶ ولایتونو کې ۲۳ ملکیان وژلي او ۴۵ نور یې ټپيان کړي دي.

دغې ادارې نن پر خپله ټویټرپانه ولیکل، افغان حکومت په وار وار له طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې، خو د دوی په ټکو طالبانو د بې ګنا خلکو وژنې ته دوام ورکړی.

طالبانو تراوسه د ملي امنیت شورا د دغې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې، خو له دې وړاندې یې ویلي، ملکیانو ته مرګ ژوبله د حکومت پلوه او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې اوړي.

افغان ولسمشر د جولای میاشتې په شپږمه خبرداری ورکړ چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر له ګواښ سره مخ کوي.

افغان حکومت او طالبان د سولې بین الافغاني خبرو ته نژدې ښکاري، خو لا هم د دغو خبرو کره نیټه نه ده معلومه شوې.