امریکايي چارواکی: د اړتیا په صورت کې د روسیې پر وړاندې هر راز اقدام کېږي

افغانستان کې امریکايي سرتېري

د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي.ای.اې) پخوانی مشر وایي، که طالبانو ته د روسیې له خوا د انعام ورکولو ادعا ثابته شي، امریکا به د روسیې په وړاندې جدي اقداماتو ته اړتیا پیدا کړي.

لیون پنیتا ویلي، دغو اقداماتو کې پر روسیې شدید بندیزونه شاملېدلی شي.

پنیتا چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د دفاع وزیر هم پاته شوی، پرون د کانګرس استماعیه غونډې ته وویل، که روسیې د امریکایي ځواکونو د وژنې لپاره طالبانو ته پیسې ورکړې وي، له سرې کرښې تېرېدل دي.

پنیتا ویلي، له همدې کبله اړتیا ده چې روسیې ته ځواب ورکول شي چې دې ګام کې ممکن ډيپلوماتیکه انزوا، بندیزونه او د اړتیا په صورت کې له پوځي ځواکه کار اخیستل شامل وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تېره میاشت وویل، طالبانو له روسیې څخه د امریکایي ځواکونو د وژنې په بدل کې پیسې ترلاسه کړي دي.

روسیې او طالبانو دغه راپورونه په کلکه رد کړل.