د بوسنیا د سرب پوځیانو په لاس د مسلمانانو له ډله‌ییزې وژنې ۲۵ کاله پوره شول

ارشیف

پنځه ویشت کاله مخکې، د بوسنیا سرب پوځ تر اته زره زیات مسلمان بوسنیايي سړي او هلکان ووژل.

پنځه ویشت کاله کېږي رمیزه ګوردیچ د خپل سړي او دووه زامنو په پاته شونو پسې ګرځي. دوی له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسي د اروپا د تر ټولو بدې ډله‌يېزې وژنې قربانیان وو.

دا ډله‌يېزه وژنه په ۱۹۹۵ کې وشوه او د سربرَنیڅې د ټولوژنې په نوم یاديږي.

ګوردیچ هېڅ کله د خپل شل کلن زوی مصطفی اخري خبرې هیرې نه کړې.

دی وویل: "مورې، زه به هيڅ کله بیا تا ونه وینم." زما ځوان زوی ماته وکتل او پټه خوله شو.

دوی له هغو اته زره مسلمانو نارینه او هلکانو وو چې د بوسنیا سرب ځواکونو د ۱۹۹۵م کال په جولای میاشت کې راټول کړل او بیا یې ووژل.

دا ټولوژنه د بوسنیا د جګړې پر مهال رامنځته شوه. هغه خونړۍ جګړه چې په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د یوګوسلاویا د ماتېدو پر مهال پیل شوه.

د جنرال راتکو ملادیچ په مشرۍ د بوسنیا سرب ځواکونو د ملګرو ملتونو خوندي ساحه سربرینیڅې ونیوله. په دې سیمه کې سلګونو زرو کسانو پناه اخیستې وه.

ښځې او کوچنیان له نارینه وو جلا کړای شول. مېرمن ګوردیچ وايي دا او لور یې په یوه بس کې کلادنج ښار ته ولېږل شوې.

د بوسنیا سرب ځواکونه ولاړ وو او بس یې راوګرځاوه. موږ ته‌یې وویل چې خپلو زامنو او سړو ته وګورو. ما له کړکۍ ورته وکتل او خپل زوی مصطفی مې ولید چې هلته ناست وو. کله چې يې زه ولیدم چې ورته ګورم، خپل سر يې ټيټ کړ. زه بې هوښه شوم او نه پوهېږم بیا څه وشول.

ګوردیچ له پنځه ویشتو کلونو راهیسي سربرنیڅې ته سفر کوي او هلته د خپل سړي او زامنو په اړه معلومات لټوي.

دوی د سپورت لوبغالي ته وړل شوي وو. د بوسنیا سرب ځواکونو ورته ویلي وو چې فټبال وکړي. خو زما زوی مصطفی لوبه نه‌وه کړې او ووژل شو.

د مصطفی پاته شوني په برانيې وو کلي کې په یوه ډليېز قبر کې د ډي این اې د معایناتو له لارې وپېژندل شول.

په هېګ کې د جنګي جرایمو پلټونکو معلومه کړه چې هلته شااوخوا ۱۲۰۰ بوسنیايي نارینه په ډزو وژل شوي وو.

د جولای په اوولسمه خاورو ته د سپارلو اخري مراسم وو. او دلته موږ په دې عکس کې مړي وینو چې د هوا له لارې اخیستل شوی.

رمیزه ګوردیچ په ۱۹۹۶م کال کې د بوسنیا د سرب ځواکونو پر وړاندي په برانيې وو کلي کې د جنګي جرایمو پر وړاندي په محکمه کې شاهدي ورکړه. درازیم اردیموویچ مجرم وپېژندل شو او دا زړه بوږنوونکی بیان یې ورکړ.

ډګرمن موږ مځکو ته بوتلو. دوی وویل چې له سربرنیڅې به د ملکیانو بسونه راشي. بسونه راغلل. دوی خلک د لسو کسانو پر ډلو ووېشل. موږ پر خلکو ډزې وکړې. زه نه پوهیږم څومره. دومره ډېر وو چې هېڅ مې سر نه خلاصېده. بیخي مې خوا ګرځېده.

د ملګرو ملتونو یوې محکمې په څوارلسو قضیو کې پرېکړه وکړه چې دا د ټولوژنې عمل وو.

د ملګرو ملتونو لوګو

رمیزه ګورديچ خبره شوه چې د دې سړي، جونوز، تر وژل کېدو مخکې له ګاونډیانو سره لیدلي وو.

زما ګاونډيانو دلته په کونيې ویچپولیې کلي کې زما سړی وپېژانده چې لاسونه یې تړل شوي وو. دی، ورور يې او د اکا زوی یې د کراویڅې خواته وړل شوي وو.

د ګوردیچ سړی له هغو پنځلسو سوو بوسنیايي وګړو یو وو چې په کراویڅې کلي کې پر کرهڼيزو مځکو ووژل شول.

په کراویڅې کې یې دوی تړلي وو او له کړکیو يې ورباندي ډزې کړې وې.

ګوردیچ وايي د دې کوچنی زوی مهرالدین اتلس کلن وو او په چنچري دره کې په ډله‌يېز قبر کې وموندل شو.

ډېری مړي تر دې پېښې څو میاشتې وروسته بل ځای ته انتقال شول. ځيني په دې هدف په نورو ځایو کې خاورو ته وسپارل شول چې دا پېښه پټه کړای شي.

ما هیله درلوده چې دی به ژوندی پاته شي. ما هیله درلوده چې یو زوی خو مې ژوندی پاته شي. خو دواړه مړه شول.

د دې پېښې د پټولو په خاطر د بوسنیا سرب ځواکونو د قربانیانو مړي په سلګونو ځایو کې پټ کړل.

په ټوله کې د ګوردیچ دېرش خپلوان په دې ټولوژنه کې ووژل شول.

د دوی پاته شوني اوس د سربرنیڅې د پوټو چاري ټولوژنې په یادځای کې خاورو ته سپارل شوي دي.

ماته تر ټولو سخته دا وه چې مهرالدین خاورو ته وسپارم. يوازي خاورو ته مې نه سپاره بلکه پرته له سر او لاسو مې خاورو ته وسپاره.

د پخواني یوګوسلاویا لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې د جنرال ملادیچ په ګډون د بوسنیا سرب ګڼ سیاسي او نظامي چارواکي مجرم وپېژندل. دی په وژنو، جنګي جرمونو او بشر پر ضد جرمونو مجرم وپېژندل شو او په عمري حبس محکوم شو. که څه هم دی په زندان کې دی او د استناف مراجعه یې نه‌ده منل شوې، د ګوردیچ لپاره عدالت نشي کېدای.

زه دوی بېرته نشم راوستلای. زه د دې عاملین نشم بخښلای او زه غچ نشم اخیستلای.

ګوردیچ اوس هم په دې هیله ده چې دا به د مهرالدین پاته شوني ومومي.

د سربرنیڅې تر پېښې پنځه ویشت کاله وروسته هم د عدالت لپاره د دې سفر اوس هم دوام لري.