افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له ۳۴ زرو واوښت

ارشیف

په افغانستان کې تېر څلورویشت ساعته ۲۸۶ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې سره په دې ویروس د ټولو اخته خلکو شمېر له څلور دېرشو زرو اوښتی دی.

دا معلومات د عامې روغتیا وزارت له‌خوا خپاره شوي.

په دې ډله کې یواځې ۱۴ کسان په تېر یوه شپه او ورځ کې مړه شوي هم دي چې ورسره د مړو شویو خلکو شمېر ۹۷۱ ته رسیدلی.

د هغو خلکو شمېر چې ښه شوي نږدې یوویشت زرو ته پورته شوی.