عبدالله عبدالله د ځینو نوماند وزیرانو لېست ولسمشر غني ته وسپاره

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډیو ته تأیید کړه چې ښاغلي عبدالله د خپلې برخې د نوماند وزیرانو لېست بشپړ او تېره ورځ ولسمشر غني ته سپارلی دی.

دغه سرچینه وايي چې د ښاغلي عبدالله په لېست کې؛

۱- مسعود اندرابي - کورنیو چارو وزارت
۲- فضل احمد معنوي - عدلیې وزارت
۳- انوارالحق احدي - کرنې وزارت
۴- نور رحمان اخلاقي - کډوالو وزارت
۵- محب‌الله صمیم - د قومونو او قبایلو وزارت
۶- مصطفی مستور - سولې وزارت
۷- معصومه خاوري - مخابراتو وزارت
۸- نثار احمد غوریاني- سوداګرۍ وزارت
۹- سعادت منصور نادري - اقتصاد وزارت
۱۰- بشیر احمد ته‌ینج - کار او ټولنیزو چارو وزارت
۱۱- کنشکا ترکستاني - لوړو زده‌کړو وزارت
۱۲- عباس بصیر - ټرانسپورت وزارت
۱۳- نجیب آقا فهیم - د شهیدانو او معلولینوړ په چارو کې د دولت وزارت
۱۳- عزیزالله آرینفر - اداري اصلاحاتو ریاست

شامل دي.

ښاغلی عبدالله له ولسمشر غني سره د سیاسي هوکړې پر بنسټ توافق کړی و چې د کابینې ځیني نوماند وزیران او ځیني نور چارواکي به دی ګماري.

د افغانستان ولسي جرګې تل په کابینه کې پر سرپرستۍ او د باور رایې اخیستو لپاره دغې جرګې ته د نوماند وزیرانو پر نه‌معرفي کېدو انتقاد کړی دی.