تخار کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره سل بستریز روغتون جوړ شو

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په تخار کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ سل بستره روغتون د ناروغانو لپاره چمتو شو.

پر دې روغتون چې پرون په مرکز تالقان کې پرانیستل شو، تر ۱۴ میلیونه ډېرې افغانۍ لګېدلې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرون وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۰ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې سره پر دې ناروغۍ د ټولو اخته کسانو شمېره نږدې ۳۳ زره ۶۰۰ ته ورسېده.